تاجکستان بدخشان او کندز کې خپلې قونسلګرۍ تړلي

کابل ټکی کام  (شنبه، مرغومی ۲۶مه، ۱۳۹۴ ل): نن  افغانستان د بهرنیو چار وزارت خبر ورکړی، چې ګاودنډي هېواد تاجکستان په افغانستان کندز او بدخشان کې خپلې قونسلګرۍ وتړلې .

 افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي، چې دغه اقدام تاجکستان په یادو ولایتونو کې د یو شمېر نا امنیو له  امله کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني تېره ورځ رسنیو ته په یوه بیانیه کې وويل :

چې تاجکستان هېواد د یوه رالیږلي یادښت په ترڅ کې ويلي، چې د یو لړ امنیتي اندېښنو له امله يې خپلې قونسګرۍ تړلي دي.

نوموړي وویل په یادښت کې دغه راز ويل شوي دي، چې امنیتي ستونزې حل شي دواړه قونسګرۍ به بېرته پرانيستل شي.

د تاجکستان دولت ویلي دي، چې د دوي دغه اقدام په دې مانا نه دی، چې د کابل او د دوشنبې سیاسي اړېکې سړې شوي بلکه، د دوي دغه اقدام به د افغانستان او تاجکستان پر دوستانه باندې هېڅ اغېزه ونه کړي .

سليم بریال

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button