سرليکنه
له څو اونيو را په د ېخوا د ايران او سعودي ترمنځ د سعودي لخوا د شيعه ملا په اعدام او د تهران لخوا د سعودي په سفارت او کونسلګرۍ په سوزولو د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکيچ مخ په زياتېدو و، چې د دواړو اسلامي هېوادونو ترمنځ تاو تريخوالي نه يوازې داړو هېوادونو؛ بلکې اسلامي نړۍ ته نه جبرانېدونکی تاوان دی.
د دې دواړو هېوادونو ترمنځ د تاو تريخوالي نه په لومړي سرکې اسرائيلو ته زياته ګټه رسيده، چې لومړی خو اسرائيلو ته د ايران او امريکا ترمنځ د اتومي پروګرام په سر موافقه قبوله نه وه ، چې د امريکا او اسرائيلو ترمنځ اړيکې يو څه کمزورې او کمرنګه شوې ؛خو د اسرئيلو لومړی وزير نتن ياهوکی چې سپينې ماڼۍ ته وغوښتل شو ، بيا د امريکې سره رضا شو ، تر ټولو د بدبختۍ خبره خو دا ده ، چې يو شمېر غير اسلامي هېوادو نه د ايران او په مقابل کې د سعودي ترڅنګ هم امريکا او ورسره ملګري غيراسلامي هېوادونه د سعودي ترڅنګ د ملګرو ملتونو په سطحه ودرېدل .
که قطر ، سوډان ، بحرين او نورو اسلامي هېوادونو د سعودي پلوي وکړه يا په ځينې هېوادونو کې د ايران په پلوۍ او د سعودي پر خلاف د باقر النمر په اعدام مظاهرې وشوې دا هم د دواړو هېوادونو او اسلامي نړۍ ته په سياسي او هم په مذهبي لحاظ تاوان دی؛ ځکه په دې پلانونو جوړلو سره اسلامي نړۍ په بلاکونو ويشل کېږي او امريکا دا غوښتل چې اسلامي نړۍ د شيعه او سني په نامه اختلافاتو په بلاکونو و ويشي د اسلامي نړۍ ترمنځ دومره اختلافات راولاړ کړي ، چې د کفري هېوادونو د مقابلې له نظر نه وغورځېږي ؛ خو د تيرې اونۍ پېښې ، چې د ايران په اوبو کې د امريکا کيشتۍ ونيول شوې او ايران د امريکا ګواښونو ته تسليم نشو ، په کيښتيو کې سپاره پوځيان يې د۵۰ درنو وسلو سره زندانيان کړل.
سعودي د ايران پرخلاف اقداماتو کې نرموالی راوست ، د ايران په اوبو کې د امريکايي کيشتيو د نيولو پرمهال چې اوباما امريکايي ولس ته تلويزوني وينا کوله او بيا د يوې درنې غونډې پرمهال يې وويل: هېڅ داسې هېواد او ځواک نشته ، چې د امريکا په خلاف د مقابلې جرئت وکړي د سعودي په واکمنو کې بيا يو څه خوزښت وليدل شو ، چې امريکا ايران په وړاندې د ايران په اوبوکې د کيښتيو داخليدل خپله سهوه او غلطي تسليم کړه پرسعودي يې د نا اميدۍ سيور وکړ ، چې دې پېښې د ايران او سعودي ترمنځ اختلافاتو په اغزيز کولو سره د ګواښونو څخه په مشورو بدل کړل او س دواړه هېوادونه سعودي او ايران د تاو تريخوالي پرځای غواړي حالات عادي حالت ته راوګرځول شي ؛ خو ايران وايي : که سعودي د امريکې او اسرئيلو منښته کوي يوازې ايران نه ؛ بلکې ټوله اسلامي نړۍ به يې مخالفه شي. د سعودي بادشاه ملک سليمان بن عبدالعزيز چې دا وخت د۸۰ کالو په عمر ناروغ هم دی ، نه غواړ ي د ايران سره يې تاو تريخوالی راشي؛ خو دا چې کارونه يې ولي عهد محمد بن نايف کوي د امريکا تراثر لاندې راغلی چې د يمن پرمسلمانو يې بمبار هم پېل کړی دی .

















