کابل ټکی کام (یکشنبه ، ۹ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او امریکایي پلاوي ترمنځ اووم پړاو خبرې روانې دي.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالب پلاوي سره چې مشري یې ملا برادر کوي اووم پړاو مهمې خبرې پیل کړې دي.
په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند او ددې ټیم مذاکراتي غړي سهیل شاهین تازه دیو شمېر توافقاتو هیله مندي ښودلې.
نوموړي زیاته کړې، اووم پړاو خبرې ډېرې مهمې دي او دواړه لوري د محسوسو پایلو تمه لري.
تر دې وړاندې ددواړو ټیمونو ترمنځ د مذاکراتو شپږ پړاونه تېر شوي خو طالبانو له افغان حکومت سره مخامخ خبرو لپاره چمتوالی نه دی ښودلی.
په دې شپږ پړاوه خبرو کې که څه هم طالبانو ویلي چې پر نورو موضوعاتو بحث نه کوي خو رسنۍ وایي چې طالبانو لا هم له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته غاړه نه ده نرمه کړې.
بلې خوا بیا دامریکا دبهرنیو چارو وزیر ترڅنګ امریکايي لوړ پوړو چارواکو هم دا پړاو مهم او برخلیک ټاکونکی بللی، پومپیو کابل ته له راتګ وروسته وویل، موږ غواړو چې راتلونکو دوه میاشتو کې طالبانو سره داپروسه اختتام ته ورسوو، او داجګړه ځپلی هېواد په سولییز افغانستان بدل کړو.
















