یوه نوی څیړنه چې د ملبرن په (RMIT) پوهنتون کې تر سره شوي وايي، که نوي پیدا شوي ماشومانو ته د وزې شیدې ورکول شي نو د هاضمی سیسټم او معدې لپاره به ډیرې ګټورې ثابتی شي، د وزې په شیدو کې هغه څه شته کوم چې د مور په شیدو کې وي لکه ګټوري بکتریاوې.
دغه څیړنه چې په په بریټش جرنل اف نیوټریشن کې خپره شوي په دغه څیړنه کې پوهان وايي، چې د وزو په شیدو کې یو قسم عنصر ده چې اولیګو سیکرائيډ ورته وايي دغه عنصر د ماشومانو په معده او هاضمي سیستم کې داسې د مفیدو بکتریاوو جال خپروي چې هر قسم مضره انتان (مکروبونه) له مینځه وړي.
ساینس پوهان وايي، چې د وزې په شیدو کې ۱۴ مختلیف الیګو سکرائيډ موجود وي چې پنځه يې د مور په شیدو کې شتون لري، پروفیسور هرشمګیل د نړۍ لومړي ساینس پوه ده چې د وزې په مفیده بکتریاو يې تحقیق کړی، هغه د وزې شیدې د او انسان شیدو تر مینځ موازنه کړي هغه وايي چې هغه څه چې د ماشوم د مور په شیدو کې شتون لري د وزې په شیدو کې هم شته.
خو طب پوهان وايي چې تر څو د مور شیدې وي نو ماشوم ته باید ورکول شي کله چې نه وي نو بیا د وزې شیدې کوم زیان ورته نه لري.

















