کابل ټکی کام( سه شنبه، ۱۱چنګاش، ۱۳۹۸)
د افغانستان د ښوونې او روزنې چارو وزارت د کابل د تیرې ورځې د برید په اړه د کوچني زده کوونکو خپاره شوي انځورونه دروغ بللي دي.
دې وزارت په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې د تیرې ورځې په برید کې د ښیښو د ماتیدو له امله یو شمیر زده کوونکي سطحي ټپیان شوي وو چې په ټکو یې اوس مهال یې روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی.
په اعلامیه کې د یوه هغه انځور یادونه شوې چې په صنف کې د یو زده کوونکي ځای خالي لیدل کیږي او په څوکۍ یې د نوموړي انځور د ګلانو په ګیډۍ کې راتاو ایښی او نور ملګري یې په ژړا وي.
د دې انځور په اړه د وزارت په اعلامیه کې لیکل شوي: “په ټولنیزو پاڼو کي پورته شوي انځور د تیري ورځي د چاودني ندي او په پرونی حمله کې زده کوونکې ندي وژل شوي خپور شوی انځور د هیواد نه بهر د بل هیواد د زده کوونکي دی او په ښکاره ډول د یاد زده کوونکي نوم په عربي ژبه ښکاره او لوستل کيږي.”
په اعلامیه کې له خلکو غوښتل شوي چې دا ډول خبرونه او انځورونه دې له کره دقت پرته نه خپروي ځکه په وینا یې چې د عامو خلکو د ذهنونو د خرابوالي سبب ګرځي.
د یادونې وړ ده چې تیره ورځ طالبانو د دفاع وزارت اړوند ځیني مرکزونه تر برید لاندې ونیول او د لسګونه دولتي کسانو د مرګ ژوبلې ادعا یې وکړه خو افغان حکومت بیا وویل چې ټول ولسي خلک او د مکتب واړه زده کوونکي ټپیان شوي دي.


















