کابل ټکی کام (شنبه، مرغومی ۲۶مه، ۱۳۹۴ ل): د پروان ولایت چارواکي وايي: چې ددغه ولایت مرکز چاریکارو کې د «آغا خان» پر بانګ وسلواله حمله شوې .
دغه بانګ د اغاخان بنسټ پورې اړوند د وړو پورونو د ورکړې او یا د «آغا خان» بانګ په نوم یاديږي .
د پروان امنیه قوماندان محمد زمان مموزي نن رستنیو ته وويل، چې یو شمېر نامعلومو وسلوالو د شپې له خوا دوه نيمې بجې پر دغه بانګ باندې د وړو او درنو وسلو ډزې وکړې.
مموزي زیاته کړه، دا بانک د پروان امنیې قوماندانۍ ته په نېږدې۵۰ مترۍ کې موقعیت لري، چې د تېرې شپې برید ورته کوم ځاني زیان نه دی اړولی خو مالي زیان ورته اوښتی.
د یادونې وړ ده چې د پېښې مسؤلیت کومې ډلې نه ده اخیستی، خو ګمان کيږي چې دغه برید په ولایت کې د خپلسرو وسلوالو ډلو له لوري شوی وي، چې موخه يې د بانګ لوټول وه.
او د برید په تړاو تر اوسه امنیتي چارواکو څوک نه دي نيولي .
سليم بریال


















