پیاز او د هغه روغتیایي ګټې

ژباړه او زیاتونه : عطا محمد میاخېل

  پیاز چې علمي نوم یې Allium Cepa، پاڼې یې استوانه یې شکله او منځ خالي دي، ګلان یې سپین او د چتر په بڼه د پاڼې په وروستۍ برخه کې لیدل کېږي .
  پیاز د ډېرو لرغونو سابو له ډلې څخه یو سابه ده، چې بشر ترې ګټه اخلي. دا سابه نه یوازې د خوړو خوند ښه کوي، بلکې خوړل یې د انسان روغتیا ته هم ډېره ګټه رسوي .
  پیاز بېلا بېل ډولونه لري لکه : سپین پیاز، ژېړ پیاز، سور او داسې نور …
  اوس مهال پیاز د نړۍ په ټولو سیمو کې کرل کېږي، خو ویل کېږي، چې اصلي سرچینه یې افغانستان دی او له دې ځایه یې د نړۍ نورو سیمو ته لاره پیدا کړې ده .
پیاز له میلاد څخه مخکې هم شتون درلوده، د مصر او کلدې خلکو له هغه څخه په خپلو خوړو کې ګټه اخیستله، په ځانګړې توګه د مصر په مذهبي مراسمو کې هم له پیازو څخه ګټه اخیستل کېده، یونانیانو او رومیانو هم پیاز پېژانده او د خوړو په توګه یې ترې ګټه اخیسته.
   پیاز د مکروب ضد خواړه دي. د خوړو په هضم په ځانګړي ډول د نشایسته یي موادو په هضم کې ډېر رول لري، خو په دې شرط، چې اومه وخوړل شي. په وریجو کې یوه ماده شته، چې د B ویټامینونه له منځه وړي او په پیازو کې یوه داسې ماده شته، چې د وریجو د مادې ضد ده، نو که له وریجو سره اومه پیاز وخوړل شي، نو د بدن ویټامینونه به له منځه لاړ نه شي . پیاز پیاوړي کوونکي خواړه دي. اشتها ډېروي، نو هغو کوچنیانو ته یې د ورکړې ډېره اړتیا وي، چې وده یې ځنډنۍ وي .
پیاز د هاضمې جهاز او تنفسي لارې ضد عفوني کوي، نو په نس ناستې او زکام د اخته کېدلو مخنیوي کوي . پیاز متیازې ډېروي او د B،A او C ویټامینونه لري .
د ډاکټرانو له لید لوري پیاز ډېرې ګټې لري، چې په لاندې توګه پرې رڼا اچول کېږي :
۱ ـــ پیاز د سرطان ناروغۍ مخنیوی کوي .
۲ ـــ هغه کسان چې د شکرې په ناروغۍ اخته دي، نو په خپل خوړنیز پروګرام کې دې پیازو ته ځای ورکړي .
۳ ـــ هغه کسان چې تبه لري، نو تود پیاز دې په خپله خېټه باندې کېږدي، کله چې سوړ شو، نو بېرته دې ترې لرې کړي .
۴ ـــ پیاز د وینې د لخته کېدو مخنیوی کوي، پایله دا چې د زړه د خطرناکو ناروغیو له پاره ګټور دی .
۵ ـــ پیاز غاښونه کلکوي او هډوکي له نرمېدو څخه ژغوري .
۶ ـــ په پیازو کې پوتاشیم شتون لري، نو له همدې کبله زړه پیاوړی کوي .
۷ ـــ د پیازو خوړل د جذام له ناروغۍ څخه مخنیوی کوي .
۸ ـــ پیاز د فاسفورس د لرلو له کبله فکري کارونه آسانه کوي .
۹ ـــ پیاز د کم وده ماشومانو او کمزورو سپین ږیزو له پاره ګټور دی .
۱۰ ـــ پیاز اورۍ پیاوړې کوي او څېره روښانه کوي .
۱۱ د منون په نامه یوه هندي ډاکټر د انګلستان په نیوکاسل پوهنتون کې د خپلو دوه کلنو څېړنو په پایله کې څرګنده کړه، چې خام، پوخ او یا هم سور شوی پیاز په رګونو کې د وینې د پرڼ کېدو مخه نیسي او دغه راز د زړه او مغزي سکتې مخنیوی کوي .
۱۲ ـــ  پیاز د وینې غوړ را کموي .
۱۳ پیاز د دې توان لري، چې د معدې د سرطان خطر را کم کړي .
۱۴ ـــ پاخه شوي پیاز د روحي او رواني فشارونو له پاره ګټور دي .
۱۵ که چېرې د پیازو په اوبو د کاغذ پرمخه یوڅه ولیکئ، نو نه ښکاري، خو کله چې تودوخه ورکړئ، نو هغه کلمې به ووینئ کومې چې مخکې له تودوخې ورکولو څخه مو لیکلې وې .
۱۶ ـــ د پیازو اوبه د غاښ درد له پاره ډېرې ګټورې دي . د درد، د له منځه وړلو له پاره باید د پیازو لږ اوبه پر خپل غاښ تویې کړئ او د یوې شېبې له پاره یې وساتئ، کولای شئ، دا کړنه د پنبې په وسیله ترسره کړئ .
۱۷ ـــ د ورځې له مخې د خام پیاز خوړل ستاسو ستړیا له منځه وړي او ماغزو ته مو آرامتیا وربښي .
۱۸ ـــ پیاز د بډوډي تیږه کوچنۍ کوي .
۱۹ ـــ د پیاز تخم ګرم او وچ دی او د جنسي ځواک د پیاوړتیا له پاره کارول کېږي .
۲۰ ـــ که چېرې غواړئ، چې د غوږونو دروند والی ونه لرئ، نو د پیازو د اوبو څو څاڅکي په خپل غوږ وڅڅوئ، نو دا ستونزه به مو حل شي .    

مربوطه مطالب

2 Comments

  1. مننه ستاسوله معلوماتوچي ده پيازپه باره کي موله موژسره شريک کوه ريشتياهم پياز ډيرگټورشي ده مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button