کابل ټکی کام (پنجشنبه ، ۱۳ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
په قطر کې دطالبانو دسیاسي دفتر ویاند او د دوحې ناستې ګډونوال سهیل شاهین وایي، داسې هیلې شته چې نن به د سولې په مذاکراتو کې یوه وروستۍ هوکړه وشي.
شاهین ویلي، ننۍ ناسته ورته مهمه ده او په څو مواردو چې نن ورباندې خبرې کېږي او هوکړه به پرې وشي، چې د سولې هوکړه به هم ورسره وروستۍ شي.
هغه ویلي اختلافي موارد نشته دي خو دځینو مسائلو په جزیاتو لاهم خبرې نهایي نه دي شوي.
دې خبرو کې په تېرو ورځو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او له افغانستانه نورو هېوادونو ته د ګواښ نه پېښېدو پر مواردو خبرې شوې دي.
شاهین تر دې مخکې ویلي وو چې دوی به له امریکایي لوري سره تر خبرو وروسته بین الافغاني خبرې هم وکړي خو دا خبرې به د افغان حکومت او طالب پلاوي ترمنځ د سولې خبرې نه وي.
نوموړي زیاته کړې وه چې دولتي لوری به په شخصي ډول ګډون کوي نه ددولت په استازیتوب.


















