کابل ټکی کام( پنجشه، ۱۳چنګاش، ۱۳۹۸)
د ایران د استخباراتو مشر محمود علاوي ویلي چې ایران به له امریکا سره د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي د اجازې په صورت کې خبرو ته اماده شي.
په ایران د امریکا لخوا سخت بندیزونه وضع دي او همهاله د ترمپ اداره له ایران سره د مذاکراتو خبره هم کوي خو ایراني چارواکي وایي چې ټرمپ دې لومړی د ایران په وړاندې خپله پالیسي بدله کړي.
محمود علاوي چې د ایران په مازندران کې یوې غونډې ته وینا کوله، دې ټکي ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، که امریکا خپل بندیزونه بیرته لغوه کړي نو بیا هم ایران تیار دی چې خبرې سره ورسره وکړي.
د علوي په خبره، ټرمپ دا فکر کوي چې په ایران د امریکا بندیزونه به دا هیواد له ستونزو سره مخ کړي خو په وینا یې چې ایرانیان دې بندیزونو نور هم سره متفق کړي دي.
په دې وروستیو کې ایران د امریکا تر سختو فشارونو لاندې دی او تازه تازه بندیزونه پرې وضع کوي خو ایران یې په غبرکون کې د یورانیمو تولید زیات کړی دی.


















