کابل ښار کې د افغان- ترک ښوونځی پوليسو کلابند کړی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۱۴)

پوليسو د کابل ښار په شاه دو شمشيره سيمه کې د افغان- ترک ښوونځی کلابند کړی او مسؤولينو ته يې د داخليدو اجازه نه ورکوي.

د ښوونځي زده کوونکي وايي، پوليسو ورسره سخت چلند کړی زياتوي چې ګډ حکومت د يوې سياسي پريکړې له مخې غواړي دغه ښوونځی د ترکيې حکومت ته وسپاري.

ويل کيږي، ځينې خبريالان چې سيمې ته د خبري پوښښ لپاره تللي و د پوليسو له لوري توهين شوي او ځينې يې وهل شوي هم دي.

د کليد خبريال فصيح متوکل وايي، پوليسو ورته سپکې سپورې ويلي او نه يې دی پريښی چې راپور برابر کړي.

تر دې مخکې د ترکيې حکومت غوښتنه کړې وه چې په افغانستان کې ټول افغان- ترک ښوونځي چې د فتح الله ګولن له خوا اداره کېږي بايد ترکيې حکومت ته په رسمي ډول وسپارل شي.

فتح الله ګولن تورن دی چې په ۲۰۱۶ کال کيې په ترکيه کې د کودتا رهبري کړې وه.

تر دې وړاندې هم د هيواد په ځينو برخو کې د افغان- ترک ښوونځیو چارې په رسمي ډول د ترکيې حکومت ته سپارل شوي دي.

 

مربوطه مطالب

Back to top button