(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۱۴)
د بغلان ولايت د مرکز مربوط په کندز تيپې سيمه کې پر يوه کور د بې پيلوټه الوتکې هوايي بريد شوی چې د ښځو او کوچنيانو په شمول يې شپږ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
ځايي اوسيدونکي وايي، په بريد کې يوه ميرمن وژل شوې او پنځه تنه ښځې او کوچنيان ټپيان دي.
د وژل شوې ميرمنې خپلوان وايي، په سيمه هيڅ جګړه نه وه زياتوي په قصدي ډول د دوی کور د بريد هدف ګرځيدلی دی.
په عين حال کې د بغلان د ولايتي روغتون مسؤولين وايي، د پيښې له ځايه پنخه تنه ټپيان وروړل شوي چې د دوو تنو روغتيايي وضعيت ښه نه دی.
د بغلان د والي وياند د ياد بريد په اړه بې خبري ښيي خو وايي د دغه بريد په اړه به څيړنې وشي.
د بغلان اوسيدونکي وايي، ډير کله يې په کورونو شپني عمليات او هوايي بريدونه کيږي چې ملکي خلکو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.

















