(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۱۴)
د راپورونو له مخې، تېره شپه په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو په تر ټولو سترې پوځي اډې بګرام هوايي ډګر توغندیز برید شوی دی.
هوايي ډګر ته نږدې امنيتي سرچينې وايي، توغندي د هوايي ډګر په داخل کې د بهرنيو ځواکونو په استوګن ځايونو لګېدلي دي.
طالبانو د بريدونو مسئوليت منلی او وياند يې ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه ليکلي: تيره شپه د بګرام په هوايي ډګر درې ځلې توغنديز بريدونه ترسره شوي دي زیاتوي په دغه توغنديزو بريدونو کې بهرنيو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پروان ولسوالۍ سرچينې د تيرې شپې توغنديز بریدونه تاييدوي خو بهرنيو ځواکونو په دغه بريدونو خاموشي څرګنده کړې.
طالبان وخت ناوخت د بګرام په ګډون د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د بهرنيانو په ميشت ځايونو او هوايي ډګرونو توغنديز بريدونه کوي چې هغوی ته پکې مرګ ژوبله اوړي خو بهرنيان يې د خپلې پاليسۍ له مخې نه په ډاګه کوي.

















