هرات: پښتون زرغون کې لس عسکر وژل شوي؛ شپږ طالبانو ژوندي نيولي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۱۶)
د هرات ولايت په پښتون زرغون ولسوالۍ کې طالبانو په دولتي پوستو بريدونه کړي چې شاوخوا لس عسکر وژل شوي او ځينې نور طالبانو ژوندي نيولي دي.
د هشت صبح ورځپاڼې ته د هرات امنيتي سرچينو ويلي، چې طالبانو د يادې ولسوالۍ اړوند په ماراباد سيمه کې پر پوستو بريدونه کړي چې په ترڅ کې يې د نظم عامې لس عسکر وژل شوي، درې ټپيان او شپږ تنه طالبانو ژوندي نيولي دي.
د سرچينې په وينا، طالبانو د دښت نیزان او شاوخوا ټول کلي تر خپل واک لاندې راوستي دي.
راپور زياتوي، د طالبانو بريد کې یو هاموي ټانګ، یو رينجر سوځول شوي او له وسلو ډک یو ټانګ طالبانو له ځان سره وړی دی.
طالب وياند قاري يوسف احمدي هم د دغه بريد پخلی کړی او پر خپله ټويټرپاڼه يې ليکي، چې د یادې ولسوالۍ دوجی، پل غلام، برياباد او بلندو د سيمې پنځه پوستې يې نيولي دي.



