اوس ډرون الوتکې په دیوالونو رسامي هم کولائ شي

د ایټالیا مرکز روم کې پوهانو څلور ډرون الوتکو پواسطه په یو لوی دیوال ښایسته رسامي وکښله چې دا یې د ټکنالوجي په تاریخ کې نوي باب پرانیست دغه قسم رسامي ته په عامه اصطلاح ګریفټي (په دیوال رسامي کښل) وايي.
دغه رسامي د یو خاص پروژې له مخې تر سره شوه چې نوم يې “اربن فلاینګ اوپرا ” وه ،دغې پروژې ته عملي جامه دوه پوهنتونونو پولیټیکنیک يونورسټي اف ټیورن او ټیورن پوهنتون لخوا ترسره شوه، چې دې پوهنتونو پوهانو داسې ډرون جوړ کړل چې رنګ يې ځان سره لیږداوه او مصنوعي ذکاوت پواسطه ډرون حرکت کاوه او خپل رنګ يې دیوال پر مخ شیندلو .
دغې رسامي لپاره ۱۴ متره پراخه او ۱۲ متره لوړ دیوال انتخاب شوي وه، په ټوله رسامي کې درې رنګونو څخه استفاده شوي وه، پوهان وايي، دا د ګریفټي رسامي یو سخته برخه ده چې ډرون پواسطه کامیابي سره تر سره شوه. پوهان وايي، هغه ورځ هم لرې نه ده چې ډرون الوتکی به لوړې ارتفاع والا ودانۍ رنګوي په هغو کې به نقاشي او رسامي کوي.



