انجنير عمير وياړ
د زړونو په حال الله تعالی بهتر عالم دی، د انسان زړه څه وخت او څنګه بدليږي، دا اختيار الله تعالی سره دی، چا ته چې وغواړي هدايت ورکوي او څوک چې وغواړي زليل او خوار يې ګرځوي … مونږ ټول د الله تعالی د رحم او کرم محتاج يو … الله تعالی دې زمونږ نصيب کړي .
همدا حال د هندي سينما ( Bollywood ) د دبنګ فلم نه شهرت حاصلونکې کشميرۍ زائره وسيم هم دی ، چا چې د عارضي رڼاګانو په لباس ملبوسې نړیې ته الوداع وويل …
دا معجزه څنګه وشوه ؟
اتلس کلنې زائره وسيم د لبرالانو ، ديموکراتانو ، ملحدينو … او مشرکينو پر مخ د عبرت څپېړه د رسنيز پيغام په واسطه ورکړه ، نوموړې وويل چې:
( فلمي نړۍ زما رابطه او تعلق د الله تعالی سره خراب کړي ؤ ، زما نا قراره روح ته هيڅ وخت قرار نه حاصليده ، بيا ما د ځان نه پوښتنه وکړه چې آيا همدا کاميابي ده ؟ آيا ما همدا غوښتل ؟ آيا د دې کائناتو مالک ته د همدې مقصد لپاره پيدا کړې وې ؟ ما ته جواب منفي په لاس راغی.
پنځه کاله مخکې ما يوه فيصله کړې وه ، کومې فيصلې چې زما زندګي بدله کړه ، څنګه چې ما په ( Bollywood ) کې قدم کېښود ، کاميابي زما پښې ښکل کړې ، زه يط د ځوان نسل لپاره يو مثال پيش کړم … مګر حقيقت بالکل د دې برعکس ؤ ، پنځه کاله وروسته ما دا احساس وکړ چې زه د ژوند نه خوشحاله نه يم ، له ما نه ډېر وخت ولګيد پدې پوهيدو چې ما څه غوښتل چې شم، هغه نه شوم ، بلکې له ما بل څه جوړ شو ، شايد په ( Bollywood ) کې ما لپاره نور هم ډير شهرت وي ، مګر زه د دې کار لپاره نه يم جوړه شوې، زه په خپل جهالت کې د خپل دين نه مسلسل لرې کيدم ، زما ايمان کمزوری کيده ، په کوم چاپېريال کې چې ما کار کاوو ، په هغه چاپيريال کې زما دين په خطر کې ؤ ، ما خپل زړه ته تسلي ورکوله ، چې زه چې څه کوم ښه دي، مګر زما د ژوند نه برکت ختم شوی ؤ ، ما د خپل روح د پيژندلو لپاره د ځان سره ډير جنګ وکړ ، د خپل فکر سره مې جنګ وکړ ، ما ډير کوښښ وکړ ، خو زه ناکامه شوم ، ما مسلسل همغه کار کاوو کوم چې زه د الله تعالی نه لرې کولم ، بيا ما د خپل ځان د بدلو کوښښ وکړ ، ما د قرآن عظيم الشان تلاوت شروع کړ ، پدې کې د الله تعالی د ليکل شوو پيغامونو د پوهې کوښښ شروع کړ ، ماته سکون حاصليده او د الله تعالی کرم پر ما کيده …) پدې پيغام کې يې ډير آيتونه هم د دليل په ډول پيش کړي او په آخر کې يې ليکلي چې:
( د دنيا ژوند ډير مختصر دی ، ما د خپل روح سره جنګ بس کړ ، ما د ( Bollywood ) او دروغجنې شهرت پريښودلو فيصله کړې ، ما دا خط د دې لپاره ندی ليکلی چې خلک ما ته د سپېڅلې او پاکې انجلۍ نسبت وکړي ، بلکې د دې لپاره مې ليکلی ، چې ما د يو نوي ژوند د شروع کولو فيصله کړې، او کوم خلک چې زما په وجه ( Bollywood ) ته راغلي ، زه د هغوی نه بښنه غواړم ، او هغوی ته مشوره ورکوم چې د دنيا هيڅ ډول شهرت او دولت د ايمان نه قيمتي نه دی ، انسان بايد د خپلو خواهشاتو تابع نه اوسي ، زما دعا دا ده چې الله تعالی دې زمونږ سره د خپل حقيقي منزل په موندلو کې کومک وکړي ، مونږ ته دې د حق او باطل تر منځ د فرق کولو پوهه عطا کړي ، الله تعالی دې زمونږ د زړونو نه غرور او منافقت ختم کړي او مونږ ته د حق په لاره د تللو توفيق راکړي ) آمين
لدې وروسته د هندي سينما ملحدو ستورو او سياسيونو د نوموړې پر دې فيصله سخت غبرګونونه ښکاره کړل او وجه يې دا وښودله چې نوموړې ولې د مذهب او د الله تعالی خبره کړې …
روينا ټنډن ويلي چې ( زائره وسيم دې خپل منفي فکر د خپل ځان پورې محدود وساتي ) .
د هند مشهور صحافي فريدون ليکلي ( زه ستا د فيصلې عزت کوم ، مګر زه پدې وجوهاتو راضي نه يم کوم چې تا بيان کړي …).
د دې په څير د شيطاني تنظيم وفادار شاګردان نور هم شته چې په غليظو الفاظو کې يې د دې عمل خلاف بيانونه ثبت کړي ، مګر هيڅ مسلمان د زائره وسيم د نصرت کوښښ ونکړ ! کچيرته زائره وسيم د بل مذهب پلوۍ وای نو آيا همدا رد عمل به ورسره کيده ؟ او که ورسره شوی وای نو آيا مذهبي پلويان به یې خاموشه پاتې شوی وای ؟ هر ګز نه ، او که نه ــ آزادي ــ پدې مقام خپله معنی بدله کړې ؟ هغه آزادي چې نصرت جهان ته حاصل شوی وه چې کله يې نيکل جين سره واده کاوو او د نکاح پر ځای يې د ( منګلم بګوان وشنو ، منګلم سرهت دجا … ) منتر په ويلو سره د ويښتانو په منځنې برخه کې د سندور په موښلو د سنتا درهم د ارشاداتو عين مطابق په پوتر بندهن کې ځان وتاړه ؟ هلته هيچا هم غږ پورته نه کړ ؟ د افسوس مقام دا دی چې د اسلام او مسلمان سره دومره بغض لرونکو هندوانو سره زمونږ افغانان د بې کچې مينې د اظهار نه په يو ميدان کې هم دريغ نه کوي!
مګر هندوان او نور غيرمسلم خلک بيا د يوې زائره وسيم په توبه وېستلو او بېرته په حقيقي معنا اسلام ته پر راګرځېدلو باندې دومره نيوکې او انتقادونه کوي، خو یو مسلمانان هم پيدا نه شو چې دغو هندوانو او غير مسلمو ته يې حق بیان کړی وای.















