کابل ټکی کام (یکشنبه ، ۱۶ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
دافغانستان ګډ حکومت دقطر او المان په منځګړیتوب روانه غونډه دسولې په روانه پروسه کې مثبته او له لاسته راوړنو ډکه بللې.
ارګ وایي، قطر کې د افغان سیاسیون او طالب پلاوي تر منځ خبرې د سولې برخه کې یو ښه پرمختګ دی او دابه ددولت اوطالب ترمنځ اختلافي موارد راکم کړي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، دا خبرې د افغانانو ترمنځ د نظر د تبادلې لپاره غوره فرصت دی.
صدیقي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو پر پیلېدو هم ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده چې د افغان کشالې یوازینی حل د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې اترې دي.
په قطرکې بین الافغاني خبرې نن پیل شوې دي چې پکې افغان سیاسیون، د مدني ټولنو او ښځو استازي او د طالبانو ۱۷ غړي ګډون لري.
ټاکل شوې دا خبرې سبا ورځ هم دوام پیدا کړي او تر اوسه دواړو لوریو له روانو خبرو رضایت څرګند کړی دی او دا خبرې یې مثبتې بللې دي.
طالبان بیا افغان دولت سره دخارجیانو په وجود کې مخامخ خبرې یو خیال/خوب ګڼي.
دوی وايي، له هغه وروسته چې امریکايي لوری دخپلوځواکونوپه مهالوېش اوځینې نورو مسائلو توافق وکړي؛ دوی به داخلي موضوعات له افغان دولت سره په شخصي بڼه حل کړي.















