پوښتنه : زيد له جماعت څخه دمخه د لمانځه کول غواړي، که چيرته له جماعت څخه وړاندې لمونځ ونکړي نو زيد دنده (مسئوليت) لري او د مسئوليت د له منځه تلو ويره دى او د هغه په کور داسې وړ ځاى نشته چيرته هغه لمونځ وکړي، نو په داسې حالت کې هغه په جومات کې لمونځ کولاى شي او که نه؟ يا يې د جومات په کومه داسې برخه کې چې د جومات له حدودو څخه د باندې وي کولاى شي او که نه؟.
ځواب : د زيد لپاره د داسې دندې تر سره کول په کومه کې چې د جماعت له کولو پرته کار نه چليژي منع دي، هغه ته پکار دي چې کوم بل کار يا د ګزارې کوم بل صورت غوره کړي کوم چې د فرضو او سنتو په اداء کولو کې خنډ نه جوړوي او کوم وخت چې ورته پيدا شي نو موجوده دنده (مسئوليت) دې پريژدي، د مجبوري په حالت کې په جومات کې يوازې لمونځ کول هم صحي دي ([1]).
دويم جماعت
پوښتنه : (١) په کوم جومات کې چې اذان او جماعت شوي وي، بيا په هغه جومات کې دوباره اذان او جماعت کول روا دي او که نه؟.
(٢) که چيرته د امام له اجازه پرته اذان او جماعت وکړي نو امام بيا دوباره اذان او جماعت کولاى شي او که نه؟.
ځواب : (١) که چيرته د هرې ورځې مقرر امام او مقتديانو په مقرر وخت باندې اذان او جماعت کړي وي نو په داسې جومات کې دوباره جماعت کول مکروه دي.
(٢) که چيرته د دويمې محله خلکو کړي وي نو د همدغو محله خلکو ته دوباره جماعت کول صحي دي ([2]).
د جماعت وخت به څوک ټاکي
پوښتنه : د لمانځه د وختونو ټاکنه، آيا لمونځ کونکي به يې کوي، که مؤذن او که ګهړۍ (ساعت) ؟.
ځواب : د متولي، مؤذن او مقتدي د ټولو رعايت پکار دى، ټول خلک دې امام ته وسپاري چې د هغه د مصالحو په رعايت کولو سره د جماعت وخت وټاکي، د کوم له امله چې لمونځ په مستحب وخت باندې اداء شي او ټولو ته په ګډون کولو کې اسانتيا وي ([3]).
د لمانځه وخت به امام مقروي او که مقتدي
پوښتنه : امام د مقتديانو تابع دى او که مقتديان د امام تابع دي؟ يعنې امام به د لمانځه لپاره په خپله وخت ته په کتو سره دريژي او که د مقتدي د حکم مذابق به دريژي؟.
ځواب : بهتره دا ده چې امام د ټولو په متفقه رايه د شريعت مطابق وخت مقرر کړي، که چيرته مقتدي نا خبره وي او شرعي وخت نه پيژني نو امام دې مقرر کړي او اعلان دې وکړي او ټول دې د هغه پابندي وکړي ([4]).
په لمانځه کې يوه معلوم کس ته انتظار کول
پوښتنه : آيا د يوه کس له امله په جماعت کې ځنډ کول روا دي؟ کله چې مستقل امام موجود وي، که چيرته هغه کس را نشي نو په ځاى د يوې بجې يوه نيمه يا دوه بجې جماعت وشي او د هغه د راغوښتلو لپاره پيوسته يو کس ليژل کيژي، داسې کار د شرع په نزد بد دى او ښه دى؟.
ځواب : په مقرر وخت باندې که چيرته ټول لمونځ کونکي راغلي وي نو د يوه خاص سړي لپاره انتظار کول روا نه دي، مګر که په مستحب وخت کې کوم ګنجايش وي او په ټول قوم باندې سخته هم نه وي، يا هماغه کس شرير او فتنه ګر سړى وي نو په يو څه قدرې انتظار کې څه خبره نشته ([5]).
د سړيو د صفونو په مينځ کې د کوچنيانو صف
پوښتنه : که چيرته د سړيو د صفونو په مينځ کې د کوچنيانو صف وي نو لمونځ کيژي او که نه؟.
ځواب : د کوچنيانو صف له سړيو شا ته پکار دى، په صورت مسئوله کې هم لمونځ صحي کيژي او د کوچنيانو صف د سړيو د صف په مينځ کې يا له هغوى نه وړاندې درول مکروه دي ([6]).
ګوډ سړى په لومړي صف کې په ناسته لمونځ کولاى شي او که نه
پوښتنه : يو سړى ګوډ دى کوم چې په ولاړه لمونځ نشي کولاى، په ناسته خپل لمونځ کوي، نو هغه ته په لوړي صف کې په ناسته لمونځ کول روا دي او که نه؟.
ځواب : ورته روا دي ([7]).
که نا بالغه هلک يوازې وي چيرته به دريژي
پوښتنه : که چيرته يو نا بالغه هلک يوازې وي نو آيا هغه هم په مستقله توګه يوازې دريدلاى شي؟.
ځواب : نه ! هغه دې د سړيو په صف کې ودريژي ([8]).
د لومړي صف له ډکيدا وروسته تنها (يوازې) کس ته څه کول پکار دي
پوښتنه : که چيرته يو کس د جماعت له دريدو وروسته راشي او يوزاې وي، نو له خپل ځان سره د دريدو لپاره له صف څخه د کوم لمونځ کونکي له راکش کولو دمخه به نيت تړي (يعنې تکبير تحريمه) به اول وايي او که د نيت له تړلو وروسته به يې راکش کوي او له ځان سره د هغه له دريدو وروسته به نيت تړي؟ که چيرته د نيت له تړلو پرته راکش کړى شي په دې کې څه خبره شته او که نه؟.
ځواب : نن صبا دې څوک نه راکش کول کيژي، نه له تکبير تحريمه دمخه او نه له تکبير تحريمه وروسته، بلکې مسبوق دې د صف شا ته تنها ودريژي، او په تفرد خلف الصف کې چې کوم کراهيت دى هغه په هغه وخت کې دى کله چې په صف کې خالي ځاى وي، او کوم وخت چې صفونه ډک وي بيا په تفرد کې کراهيت نشته، نن صبا فتوى په همدې باندې دى، او که چيرته د راکش کولو په مسئلې باندې عمل کول پکار وي نو د عالم را کش کول له تکبير اولى وروسته اولى دي او له تکبير دمخه هم روا دى، د فساد په صورت کې نشته او د جاهل په راکش کولو کې د فساد ويره دى ([9]).
د کوچنيانو له صف څخه تيريدل او د لويانو په صف کې دريدل
پوښتنه : (١) کوم وخت چې ځو صفونه له لمونځ څخه ډک شي نو په دې وخت کې کوچنيان په کوم صف کې ودريژي؟.
(٢) ځينې وخت کوچنيان ډير زيات وي او راتلونکي لمونځ کونکي يې له مخې څخه تيريژي نو په داسې صورت کې کوچنيان څه ډول ودرول شي؟.
ځواب : کوم وخت چې د لويانو صفونه ډک شي او شا ته ځاى نه وي نو د کوچنيانو صف دې د هغوى شا ته جوړ کړى شي.
(٢) د کوچنيانو صف چې کله لوى وي او کوم بالغ سړى راشي او د بالغانو په صف کې دريدل غواړي نو د کوچنيانو له صف څخه دې تير شي وړاندې دې ولاړ شي، د کوچنيانو په صف کې دې نه دريژي ([10]).
([1]) فتاوى محموديه، ٦ : ٤١٤، بحواله : الدرالمختار مع ردالمحتار، کتاب الصلوة، باب الامامة، ج : ١، ص : ٥٥٢ – ٥٥٤، وکذا في الحلبي الکبير، فصل في الامامة، ص : ٥٠٨، الاشباه والنظائر، القاعدة الخامسة، ج : ١، ص : ٢٩٣.
([2]) فتاوى محموديه، ٦ : ٤٣٣، بحواله : الدرالمختار، کتاب الصلوة، باب الامامة، ج : ١، ص : ٥٥٢، وکذا في الفتاوى العالمګيرية، کتاب الصلوة، الباب الخامس في الامامة، ج : ١، ص ٨٣، وکذا في الفقه الاسلامي وادلته، الفصل العاشر انواع الصلوة، تاسعاً : تکرار الجماعة في المسجد، ج : ٢، ص : ١١٨٢.
([3]) فتاوى محموديه، ٦ : ٤٥٣، بحواله : الدرالمختار، کتاب الصلوة، باب الاذان، ج : ١، ص : ٣٨٩، وکذا في الفتاوى العالمګيرية، کتاب الصلوة، الباب الثاني في الاذان، الفصل الثاني في کلمات الاذان والاقامة الخ، ج : ١، ص : ٥٧.
([4]) فتاوى محموديه، ٦ : ٤٥٤، بحواله : سنن الترمذي، ابواب الصلوة، باب ما جاء في الترسل في الاذان، ج : ١، ص : ٤٨، الدرالمختار، کتاب الصلوة، باب الاذان، ج : ١، ص : ٣٨٩.
([5]) فتاوى محموديه، ٦ : ٤٦٥، بحواله : الدرالمختار، باب الاذان، ج : ١، ص : ٤٠٠، حاشية الطحطاوي علي الدرالمختار، فصل الشروع في الصلوة، ج : ١، ص : ٢٢٠.
([6]) فتاوى محموديه، ٦ : ٤٨٦، بحواله : ردالمحتار، باب الامامة، ج : ١، ص : ٥٦٨ – ٥٧١، وکذا في البحر الرائق، کتاب الصلوة، باب الامامة، ج : ١، ص : ٦١٨، وکذا في النهر الفائق، کتاب الصلوة، باب الامامة، ج : ١، ص : ٢٤٦.
([8]) فتاوى محموديه، ٦ : ٤٨٩، بحواله : ردالمحتار، کتاب الصلوة، باب الامامة، ج : ١، ص : ٥٦٨ – ٥٧١، وکذا في البحر الرائق، کتاب الصلوة، باب الامامة، ج :١، ص : ٦١٨، وکذا في النهر الفائق، کتاب الصلوة، باب الامامة، ج : ١، ص : ٢٤٦.
([9]) امداد الاحکام، ١ : ٥٣٨، بحواله : ردالمحتار.
([10]) فتاوى محموديه، ٦ : ٤٩٠، بحواله : ردالمحتار، کتاب الصلوة، باب الامامة، ج : ١، ص : ٥٦٨ – ٥٧١، وکذا في البحر الرائق، کتاب الصلوة، باب الامامة، ج : ١، ص : ٦١٨.















