طالب مشر ملا عبدالغني برادر له کابله ورغلو کسانو ته ډالۍ ورکړې

کابل ټکی کام( سه شنبه، ۱۸چنګاش، ۱۳۹۸)
د طالبانو د مشر سیاسي مرستیال او په قطر کې د دوی د دفتر مشر ملا عبدالغني برادر هغو کسانو ته ډالۍ ورکړي چې له کابله قطر ته د بین الافغاني کنفرانس کې د ګډون لپاره تللي وو.
دا ډالۍ چې په یوه ښایسته او سور رنګې کڅوړه کې ایښودل شوې، خرما او عطر پکې دي.
له کابله په ورغلو کسانو کې ځیني داسې کسان هم وو چې په افغان حکومت کې دندې لري خو په دې غونډه کې یې د چا استازولي نه کوله بلکې له خپل شخصي نظر سره یې ګډون کړی وو.
د یادونې وړ ده چې د قطر په دوحه کې د ۷م او ۸م د جولای د جرمني او قطر هیوادونو په کوربتوب یو بین الافغاني کنفرانس ترتیب شوی وو چې تیره ورځ یې وروستۍ ورځ وه او د یوې ګډې اعلامیې په خپرېدا سره پای ته ورسید.



