ایران وایي، برېتانیا ته به ځواب ورکړي

کابل ټکی کام( سه شنبه، ۱۸چنګاش، ۱۳۹۸)
ایران وروسته له هغه له لویدیځ سره لاس او ګریوان شوی چې برېتانیا په جبل طارق کې د ایران د تیلو یوه کښتۍ ونیوله.
د جبل طارق حکومت چې په داخلي چارو کې ازاد دی، بهرنی سیاست یې د بریتانیا د حکومت تابع دی.
چارواکو د جبل طارق سترې محکمې ته امر کړی چې ۱۴ ورځې دې دا بیړۍ وساتل شي خو ایران دې کار سخت غصه کړی دی.
تازه د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال محمد باقري د برېتانیا دغه کار غندلی او ویلي یې دي چې ځواب به یې ورکړي.
تسنیم خبري اژانس د باقري له خولې لیکلي چې برېتانیا د ایران د تیلو کښتۍ په جعلي او جوړو شویو پلمو نیولې خو په وینا یې چې د دې عمل ځواب به پاتې نه شي.
تیره ورځ د ایران د دفاع وزارت هم د برېتانیا لخوا د دوی د کښتۍ نیول یو غلط اقدام بللی وو.
همدا راز د سپاه پاسداران ځواک هم ګواښ کړی وو چې دوی به د خپلې بیړۍ د نیولو په غبرګون کې د برېاتانیا کښتۍ تر خپلې ولکې لاندې راولي.



