کابل ټکی کام (سه شنبه ، ۱۸ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
د ګډدولت د بهرنیو چارو وزارت د قطر په دوحه کې د بین الافغاني دوه ورځنۍ ناستې له ګډ پرېکړه لیک هرکلی کړی دی.
د یاد وزارت سیاسي مرستیال ادریس زمان نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته په خبرو کې ویلي چې په دغه اعلامیه کې ځینې مثبت ټکي دي چې دوی یې هرکلی کوي.
نوموړي زیاته کړې، دوی په دې نظر دي چې دا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو زمینې رامنځته کولو لپاره یو مثبت اقدام دی.
د قطر په دوحه کې ترسره شوې دغه بین الافغاني ناسته چې پکې افغان سیاسیونو، د مدني ټولنو او ښځو استازو او دغه راز طالب پلاوي ګډون کړی وو تېره شپه ناوخته د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره پایته ورسېده.
دبهرنیو چارو وزارات هغه ټکي ندی مشخص کړي چې ددوی له نظره مثبت دي او دوی یې هرکلی کوي.
ددې ناستې له اختتام وروسته نن یوځل بیا طالب اوامریکایي پلاوی دپاتې جزیاتو دتکمیل لپاره سره جرګه شول، دتیر په څیر لاهم هیواد وال دیوې ښکاره پایلې په تمه دي.

















