دایران؛ په پیران نومي ښار کې دسپاه پاسداران درې سرتیري وژل شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه ، ۱۹ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې ددې هېواد په سپاه پاسداران پوځ برید شوی چې په نتیجه کې یې څلور تنه سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې.
راپور زیاتوي، دابرید د یاد هېواد په لویدیځ پیران ښار کې ترسره شوی چې د سپاه پاسداران درې سرتېري وژل شوي او یو بل ټپي دی.
ایرنا د سپاه پاسداران ځواک د یو قومندان له قوله ویلي، دا درې سرتېري هغه مهال ووژل شول چې وسله والو حمله کونکو یې پر موټر برید وکړ.
سپاه پاسداران وایي، کردي ملېشو د ایران او عراق ترمنځ سرحدي ښار پیران ته نږدې په یوه کلي کې د سپاه پاسداران دا درې سرتېري وژلي دي .
بلي خوا بیا کردي ملېشو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
یاده دې وي چې دا سیمه پخوا هم د ورته ډېرو بریدونو شاهده وه.



