په کورونو کې ښځې چې کله جامې وینځي نو دا فکر ورسره وي چې په کومو اوبو جامې ووینځي چې هم يې رنګ لاړ نشي او هم ډیر وخت کار وکړي خو اوس پوهانو ددې خبرې حل راویستلی چې په یخو اوبو که په ګرمو اوبو يې ووینځو؟
د ټوکر یا رخت جوړولو متخصصین وايي، چې جامې په عادي اوبو وینځلو سره ډیر وخت پاتې کیږي او رنګ یې هم له منځه نه ځي، میل انلاین ورځپاڼې ته یو د ټوکر متخصص ایشلی آیرډیل وايي، اکثره ښځې فکر کوي چې په ګرمو اوبو سره جامې ښې پاکيږي خو دا فکر غلط ده ځکه که د ښه کالیو وینځلو پوډریا ډیټرجنټ واخلئ نو بیا هغه ګرمې او یخې اوبه نه غواړي دواړه یو ډول یې پاکوي خو د اوبو په ګرمولو سره تاسو نه نوره اضافي خرچه هم له جیبه ځي، خو پر هر حال په ګرمو اوبو سره جامي وینځل مناسب کار نه ده .


















