کابل ټکی کام( جمعه، ۲۱چنګاش، ۱۳۹۸)
په ننګرهار کې د پاڅون کوونکو د مشر حاجي تور د زوی د واده مراسمو برید شوی دی.
دا پېښه نن سهار ۸بجې شاوخوا د دې ولایت د پچیر اګام ولسوالۍ د پچیر په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د دې برید د تلفاتو په اړه تر اوسه کره راپورونه نه دي ورکړل شوي خو د ځایي چارواکو په وینا چې زیاته مرګ ژوبله یې رامنځته کړې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي منلې چې سرتیری برید شوی او په وینا یې چې تر اوسه د ۵ کسانو د وژل کیدو او ۴۰ تنو د ژوبلیدو خبر ورکړل شوی دی.
روغتون ته د ټپیانو د انتقال پروسه شروع شوې، ښایي د پیښې له ځای څخه د لا زیاتو تلفاتو خبر ورکړل شي.
د دې برید پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخستې خو د دا رنګه بریدونو مسؤلیت د داعش توندلاري اورپکي په اخلي.
















