داسې مُفته نه ده

وینه مو پـور لري نـادانـه داسـې مُفـته نـه ده
اې په ډالرو مسته ځوانـه داسـې مُفـته نـه دہ
د زړه کعبه دې که پـه سرو وینـو رنګینه شولـه
زمـا ښایستـه افـغانستانـه داسې مُفـتـه نـه ده
کـه مې میـخونه د ظالم په سر ورټک نه وهـل
بیا راته مه وایـه چی ګرانـه داسې مُفته نه دہ
په رب قسم چې د هر څاڅکي بـه پوښتنه کوو
اې بې ناموسه بـې وجـدانـه داسې مُفته نه دہ
که دې هر څومرہ سره ګلونه په گولۍ وویشتل
پور یې ضرور اخلـو لـه تانـه داسې مُفته نه دہ
غرور به مات کړو د سرمستو‘ مستـغـفر ګربـزه
خیر دی که نن یې پریـشانـه داسې مُفته نه ده



