کابل ټکی کام ( جمعه ، ۲۱ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
روېټرز خبري اژانس خبر ورکړی چې امریکا دنا معلومو دلائلو پر بناء دیوڅه مودې لپاره دایران په بهرنیو چارو وزیر بندیزونه نه لګوي.
د امريكا حكومتي سرچينو ويلي، واشنگټن تصميم نيولى، چې اوسمهال د ايران د بهرنيو چارو پر وزير محمد جواد ظريف بنديز ونه لګوي.
د امريكا د خزانې وزير سټيو منوچين د تېرې جون مياشتې په ۲۴مه نېټه وويل، واشنګټن به په نږدې راتلونكې کې د خپلو بنديزونو په لېست كې د ايران د بهرنيو چارو وزير شامل كړي.
خو رويټرز د دوو باخبره امريكايي چارواكو له قوله ویلي، چې امریکا به اوس دا كار ونه كړي.
كه څه هم د دغه كار د نه كولو علت څرګند نه دى، خو ياد خبري اژانس وايي، د امريكا د بهرنيو چارو وزير پر ظريف د بنديز لګولو له مخالفينو څخه دى.
د ناتاييد شوو راپورونو پر بنسټ، په پام كې ده ظريف څو ورځې وروسته د ملګرو ملتونو سازمان د اقتصادي او ټولنيزې شورا په غونډه كې د ګډون په موخه امريكا ته لاړ شي.
امریکا او ایران وروسته ترهغه په ژورو اختلافاتو اخته شول چې امریکا ایران له اټومي تړون څخه په سرغړاوي او ایران واشنګټن ددې هېواد په داخلي چارو کې په مداخلې تورن کړ.
دامهال ایران او امریکا داړیکو په ترینګلتیا کې وروستي حد ته رسېدلي.
















