کوچنیو ماشومانو ته د موبایل ورکولو او له هغه سره ساعت تیرول په ماشومان بد اثر کړي ده، له دغه استعمال سره په ماشومانو کې د سترګو مختلفې ناروغي په تیزۍ سره زیاتی شوي دي.
د کلیوالو سیمو پر پرتله په ښاري سیمو کې ماشومانو ته د موبایل ورکول او له هغه سره ډیر وخت تیرول او ورته کتل د ماشومانو په ذهني حالت او سترګو بد اغیز کړي، دغه بد اغیز له ۳ تر ۵ کلونو ماشومانو کې ډیر لیدل کیږي، چې په کوچنیانو کې د سترګو سوځیدل، اوښکې کول او د نظر کموالی تر څنګ په کوچنیانو کې د عینکو لګولو کې زیاتوالی راغلي.
ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې ته د سترګو متخصصینو ویلي، چې ماشومانو سره باید والدین نور زیاتي ونکړي باید خپل ماشومان د موبایل څخه لرې وساتي، زیات وخت لپاره موبایل ورنکړي، لپ ټاپ یا ټیبلیټ سره د ماشومانو لوبې د هغوئ په ذهني او جسمي ودې بد اغیز کوي.
په خیبر پختونخوا کې د حیات اباد میډیکل کمپلیکس روغتون د سترګو د برخې مشر ډاکټر افضل قادر وايي، له موبایل څخه وتونکې شعاوې د ماشومانو په سترګو مستقیم اغیز کوي له سترګو د اوښکو بهیدل، د مغزو کمزوري، د هډوکو کمزوري او ددې ترڅنګ نورې خطرناکې ناروغۍ پیدا کیږي، بل خوا د لیډي ریډنګ روغتون( LRH) د سترګو د برخې متخصص پروفیسور ډاکټر محفوظ وايي، چې په کم عمر کوچنیانو کې د موبایل د زیات استعمال له امله د مائی اوپیا ( په سترګو خړه راتلل یا شبکوري ناروغي) هم پیدا کیږي.















