طالبانو ادعا کړې؛ چې دیوشمير ولاياتوجهادي او علمي اشخاصو له دوی سره بيعتونه کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه ، ۲۵ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)

وسلوالو طالبانو دیوې خبرپاڼې په ترڅ کې ادعاکړې چې ديوشمير ولايتونو جهادي او علمي شخصیتونو له دوی سره بيعتونه کړي او دهر راز همکاریو ډاډ یې ورکړی.

طالبان وايي، دابیعتونه ددعوت و ارشادجلب اوجذب کمیسون دشمال ختیځې حوزې دمسئولینو په هلو ځلو او تشویق له یو شمیر پخوانیو علمي او جهادي شخصيتونو سره دیوې غونډي په ترڅ کې ترسره شوي.

خبرپانه لیکي، دې علمي اوجهادي اشخاصو له اسلامي امارت سره د خپلو بيعتونو داعلان ترڅنګ دکلکې وفادارۍ ژمنې هم په ډاکه کړي.

طالبانو زیاته کړې، دغه جهادي قومندانان چې په خپلو ولایتونو کې دسوونو افرادو په استازیتوب راغلي وو ددعوت ارشاد جلب اوجذب کمیسون له مسئولینو سره د ډاډ اخيستلو او بیعت وروسته ووئيل چې په نيږدې راتلونکي کې به په خپلو ولايتونو کې دپراخو غونډو په ترڅ کې له اسلامي امارت سره خپل بيعتونه رسنیز کړي.

دغو علمي او جهادي قومندانانو هیله څرګنده کړې چې ددوی له بیعت سره به دطالبانو لیکي نورې هم مضبوطي او غښتلې شي.

راغلیو جهادي اوعلمي شخصیتونو طالبانو سره ژمنه کړې چې دوی به هغو جهادي قومندانانو ته چې په کورونو ناست دي او یا په مخالفت کې واقع دي؛ داموقع برابره کړي چې له طالبانو سره يوځای شي.

طالبانو په دې سترې لاسته راوړنې خوښي ښودلې، امارت یې دټولو دردمندو افغانانو ګډ کور یاد کړی، او نورو په کور ناستو مشهورو قومندانانو ته یې خپل صف ته دورتګ دعوت ورکړی.

مربوطه مطالب

Back to top button