کابل ټکی کام (سه شنبه ، ۲۵ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
د امریکا د کانګرس یو شمېر ډیمکراټو غړو ددې هېواد په ولسمشر کلکې نیوکې کړي او نوموړی یې یومتعصب انسان یاد کړی.
ډیمکراټانو د ډونالډ ټرمپ د استیضاح غوښتنې ترڅنګ په امریکایي وګړو غږ کړی چې داهېواد باید له دغسې متعصبو څېرو وژغوري.
پر ټرمپ دا نیوکې د زیاتېدو په حال کې دي چې د امریکا کانګرس د څلورو غړو په اړه یې له توکه میز تبعیضه ډکې خبرې کړې دي.
ټرمپ د کانګرس د څلورو غړو د څرګندونو په اړه غبرګون کې په سپینه ماڼۍ کې یوې غونډې ته ویلي وو، هغوی یوازې شکایت کوي، دا خلک له هېواده کرکه لري نو که دلته خوشحاله نه وي، تللی شي.
د راپورونو له مخې د کانګریس دڅلورو ډیمکراټو غړو په ګډون یو شمېر نورو سناتورانو هم د ټرمپ د استیضاح غوښتنه کړې ده.
ټرمپ اوډیمکراټان په دې وروستیو کې یوپربل کلک لفظي بریدونه کوي چې ډېری وخت دغه اختلافات دتوهین شکل هم غوره کړي.















