کابل ټکی کام (پنجشنبه ، ۲۷ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
جاپاني رسنیو راپور ورکړی چې دفلمونو جوړونې په یوې کمپنۍ کې دنامعلوم شخص له لوري اور لګېدنه رامنځته شوې چې تر ۲۰ ډېرو کسانوته یې مرګ ژوبله اړولې.
جاپاني چارواکي وایي، په دې هېواد کې په یوه ودانۍ کې اورلګېدنې دولس کسان وژلي او تر ۱۰ ډېر یې پیان کړي دي.
یوشمېر رسنیو د جاپان د پولیسو له قوله ویلي، یو شکمن کس د کیوټو په نوم انېمیشن فلمونو جوړنې کمپنۍ ته ورغلی او یو ډول مایع مواد یې شیندلي چې له هغه وروسته اور لګیدلی دی.
دوی زیاتوي، د شکمن کس په اړه ډېر جزیات نشته خو چارواکي وایي یاد کس یې نیولی او د ټپونو له امله روغتون ته لېږدول شوی دی.
د چارواکو په خبره د شکمن کس له رغېدو وروسته به معلومه کړي چې دې ودانۍ ته یې ولې او څنګه اور ورته کړی دی.
ودانۍ ته د اور وژنې ډله رسېدلې، اور یې ترډېره قابو کړی، او روغتیایي کارکونکو ټپیان روغتونو ته لېږدولي دي، تراوسه لاهم داشخص او ددې دلائل ندي څرګند چې نوموړی څوک او ولې یې ودانۍ ته اور ورته کړ؟


















