چارواکي: آب کمري کې د ۳۴ وژل شويو کومانډويانو جسدونه قلعه نو ته راوړل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۲۷)

د بادغيس ولايتي شوار او چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په أبکمري ولسوالۍ کې د طالبانو په بريدونو کې د وژل شويو څلور ديرش کومانډوي عسکرو جسدونه مرکز قلعه نو ته لېږدول شوي دي.

ولايتي شورا غړی محمد ناصر نظري وايي، د سپين ږیرو او قومي مشرانو په منځګړيتوب مو له طالبانو سره خبرې وکړې، شپږ موټرې مو ور واستولې او د څلورديرش کومانډويانو جسدونه تير ماښام مرکز ته راورسيدل او د ملي اردو لواء ته سپارل شوي دي.

په عين حال کې د والي وياند نجيب الله دادفر هم تاييدوي چې د کومانډو عسکرو جسدونه مرکز ته راوړل شوي خو د دقيق شمير په اړه يې معلومات ورنکړل.

درې ورځې مخکې کومانډو ځواکونو غوښتل چې د یادې ولسوالۍ مربوط په میده قل سيمه کې د څرخکو په مرسته ښکته شي او د طالبانو پرضد عمليات وکړي، خو د ښکته کيدو سره سم د طالبانو تر سختو بريدنو لاندې راغلل.

طالبانو په یوه  اعلاميه کې ويلي و چې په یاده بريد کې د څلويښتو په شاوخوا کې کومانډويي او بهرني عسکر وژل شوي، شپاړلس طالبانو ژوندي نيولي او ګڼ شمير نور ټپيان شوي دي.

د بادغيس والي عبدالغفور ملکزی وايي، دغه ځواکونه په خپل سر په سيمه کې د عملياتو په موخه تللي و او محلي اداره يې په جريان کې نه وه اچولې.

مربوطه مطالب

Back to top button