ترکیه: دافغان سولې په تړاو هر راز همکارۍ ته تیار یو

کابل ټکی کام (پنجشنبه ، ۲۷ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
ترکیې دافغان قضیې دسوله ییز حل لپاره افغانستان ته دهر راز همکاریو ډاډ ورکړی.
داڅرګندونې دګډدولت دبهرنیو له چارو وزیر صلاح الدین رباني سره د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو کړي دي.
دواړو لوریو په سیمه او افغانستان کې پر روان وضعیت خبرې کړې دي، اودټولو مشکلاتو په دفعه کې یې دیوبل همکاري اړینه بللې.
په دې لیدنه کې اوغلو ډاډ ورکړی چې دوی د افغانستان د سولې او ثبات په راتګ کې د تل په څېر مرستې او همکارۍ ته تیار دي اودا خپل مسلم حق ګني.
صلاح الدین رباني ویلي، چې په دې لیدنه کې یې پر مهمو مسایلو بحثونه کړي دي او د افغانستان د سولې پر موضوع یې د ترکیې همکاري مهمه بللې ده.
ترکیې تر دې وړاندې هم افغانستان کې د سولې په راتګ کې د همکارۍ ژمنه کړې وه او همدا راز په سیمیزو هیوادونو غږ کړی و چې دافغان ولس دسوکالۍ لپاره دې خپلې هڅې ونه سپموي.



