د چاغوالي یا د وزن کمولو لپاره پنځه زرین او ساینسي اصول

د وزن زیاتېدل یوازې د خېټې غټېدل نه دي، بلکې دا کار د شکرې ناروغي، د وینې د فشار جګوالی، د بندونو او مفاصلو دردونه، سرطان (کنسر) او تر ټولو خطرناکه دا چې د زړه د حملې او فلج کېدو چانس دوه چنده زیاتوي نو ډیرو کسانو دا پوښتنه کړی چه څنګه وزن کم کړو ،کومې ګولئ وخورو ؟کوم خوراک وکړو او کوم ونه کړو ….
محترمو ! وزن کمول یوازې د ډوډۍ بندول نه دي، بلکې په سم او علمي طریقه د بدن د غوړیو ویلي کول دي. که غواړئ په صحي، ساده او تلپاتې توګه ځان سپک او روغ رمټ وساتئ، نو لاندې مسلکي او طبي لارښوونې په خپل ژوند کې پلي کړئ:
خوراک کې تغیرات (کم، خو سم خوراک)
زموږ په مبارک دین او طب دواړو کې داسې راغلي چې خوراک د خېټې تر بشپړ ډکېدو پورې مه خورئ. کله چې لا یو څو مړۍ اشتها لرئ، لاس له ډوډۍ وباسئ.
هره مړۍ(خوشان یا شخوند ) ښه په خوند او ورو ورو وژوئ. دماغ ته د مړښت سیګنال په شلو دقیقو کې رسېږي؛ که تېز تېز وخورئ، تر مړېدو مخکې به مو زیات خوراک کړای وي
د چاغوالي له اصلي دښمنانو پرهېز
سپینه بوره او بازاري خوراک ،څښاک: د جوسونو، سرو او تورو رنګو ګازي مشروباتو (کولا) انرژئ ،پیيسئ او خوږو څخه ډاده وکړئ. بوره په بدن کې سمدستي په غوړیو بدلېږي.
بازاری خوراک لکه پخه شوی کچالو، برګرونه او د بازار غوړې غوښې د وزن د زیاتوالي اصلي عاملین دي. د دې پر ځای له جوش شوو یا په تنور کې پخو شوو خوړو ګټه واخلئ او همداشان د سپنې وریجې خوراک کم کړئ
د دغو صحي شیانو زیاتول
١-له ډوډۍ خوړلو ۲۰ یا ۳۰ دقیقې مخکې یو یا دوه ګیلاسه اوبه وڅښئ. دا کار د معدې حجم ډکوي او ستاسو اشتها په طبعي توګه کنټرولوي.
٢- بادرنګ، رومیان، پیاز او کاهو کالوري نه لري خو معده ډکوي. د هرې ډوډۍ سره د پاڼې لرونکو سبزیو کارول لازمي کړئ.
٣-پروټین لرونکي خواړه: هګۍ، د چرګ کمه غوړه غوښه او حبوبات (لکه لوبیا او نسک) د عضلاتو په ساتلو او د اضافي غوړو په سوځولو کې بې ساري دي.
فزیکي حرکت :اړتیا نشته چې سخت تمرینونه وکړئ؛ یوازې د ورځې لږ تر لږه ۳۰ تر ۴۵ دقیقو پورې تېز پیاده تګ (پلي ګرځېدل) د بدن اضافي وازدې داسې ویلي کوي لکه لمر چې یخ ویلي کوي.
:د وزن کمولو لپاره هېڅکله بازاري پوډر، کیمیاوي ګولۍ او حکیمی نسخې مه کاروئ. دا درمل ستاسو پښتورګو او ځیګر (جګر) ته داسې زیان رسوي چې بیا یې تداوی ستونزمن وي. طبعي لاره تر ټولو خوندي لاره ده.



