پښتون قام ولې او په څه ډول سره وژل کيږي؟؟

ليکوال : امين وردګ

پښتون يوازې په چاړو او باروتو سره نه دى وژل شوى ؛ بلکې داسې وسلې پرې کارول کيږي چې له زهرو او کمياوي موادو هم بدترې دي.
د سياسي جګړو د برياوو موفقترين چال او راز هم دا دى چې بايد تر ځان پورته او يا لږترلږه د ځان سيال له مخې ليرې کړل شي.
پښتون هم يو څوک دى چې ګرده نړۍ پسې را کوچېدله ده او په ډول ډول هلاکوونکو وسلو او وسيلو سره يې له منځه وړي.
د تاريخ کتابونه په دغې نکته ګواه دي چې پښتون قام د امپراتورانو او شاهانو کرړه ده نو بايد هر ښکرور وېره ترې ولري.
د منځنۍ اسيا په ټولو قامونو کې تر پښتون کلک قام نشته! د ثبوت له پاره يې يوازې همدا هم بس ده چې د نړۍ هر زبرځواک يې په تش لاس سره را پرځولى مګر سر يې نه دى ورته ټيټ کړى ، يا خو يې لږترلږه د ښکېلاک راج نه دى منلى.
که څه هم چې دغه باشوکته قام ته مقابلې ډېرې ګرانې پرېوتې دي ، مګر ضمير يې بلواک کړی نه دی.
دا چې ځينې بې شعوره کسان دغه پوښتنه د طنز او طعنې په توګه کاروي کوي چې وايي: “پښتون په خپله ځان په جګړو کې تباه کړ ؛ ولې د تورې پر ځاى قلم ته لاس نه کوي ؟”
نو زه وام چې دغه کسان هم د پښتون ټبر ستر دښمنان دي ؛ ځکه چې تش او بې تورې لاس خو يوازې له غلام سره ښايي او يا د هغه چا لاس بې تورې وي ؛ کوم چې مستبددو حکمرانانو ته باج يا جزيه ورکوي ؛ چې (لله الحمد) دغه ذلت د پښتون په وينه کې نشته.
تاسو دغې نکتې ته ولې سم پام نه کوئ چې
نړيوال زبرځواکونه که نن پياوړي اقتصادونه لري د پرمختللو وسلو برکت دى !
که تاسو د عربو اقتصاد موږ ته د بېلګې په توګه وړاندې کوئ ؛ نو دا هم ستاسو اشتباه ده ؛ ځکه چې د عربو اقتصاد موقتي دى ؛ که نن يې د کوم زبر ځواک په وړاندې سر پورته کړ ؛ سبا به ارومرو ګدايۍ ته اړ وي ؛ ځکه چې بې وسلې اقتصاد داسې وي لکه د بې اولاده مور پلار دنيا او دولت (پانګه)
قسم په خداى چې د پښتون له لاسه توره واخيستل شي ؛ که خو څوک سړکونو هم ورباندې جارو کړي ؛ قلم خو پر ځاى پرېږده !
هو ! که قلم له بلې خوا چارج کېدلو ؛ نو بيا کېداى شي لکه نن چې ځینې سرکوزي پښتانه لیکوالان د قلمونو چارجر تر قلم وړاندې لا پیدا کړي وي !

نن نړۍ را کوچېدلې ده او غواړي چې دغه غيرتي قام هلاک کړي ؛ نو ځکه يې په هر ډول سره د تباه کولو تکل کړى دى.
له يوې خوا يې په بمونو وژني.
له بلې خوا يې په خپلمنځي جګړو کې سره وژني.
په رسنيو يې احساسونه ورته وژني.
په تبليغاتو يې عقلونه ور وژني.
په وعدو يې فرصتونه ورته وژني.
په فحاشيو يې عفتونه وژني.
په ډالرو يې ايمانونه وژني.
په ناپوهۍ يې تاريخونه وژني.
په دمکراسۍ يې عقيدې وژني.
په سريالونو يې غيرتونه وژني.
په دروغو يې وياړونه وژني.
په فسادونو يې ابتکارونه وژني.
په رواجونو يې اقتصادونه وژني.
په ړانده تقلید يې اسلام وژني.
په بې کاریو یې فکرونه وژني.
په تعليمي نصاب سره نږدې ده چې حيثيت او موقف یې هم ورته ووژني.
نو زما په اند !
هر هغه څوک چې نن د پښتون له لاسه توره اخلي او یوازې چارجکي قلم ورکوي او يا د دغې اډيالوژۍ د پاره کار کوي ؛ نو د پښتون قام ستر دښمن همدغه دى او سر يې په پرې کولو ارزي ؛ ځکه چې د کافر له ښځې مو هم کمزوري کول غواړي ؛ له هغې سره وسله شته او لس زره کيلومتره ليرې راغلې ، زما د پښتون ځوان له لاسه قلم اخلي او کړۍ ور اچوي ؛ نو تر دغې خو چې بيا پښتون ځوان بنګړي واچوي ښه ده.

مربوطه مطالب

Back to top button