شاهین: که امریکا معقول وړاندیز وکړ، د سولې موافقه به ژر تکمیل شي

کابل ټکی کام( شنبه، ۵ زمری، ۱۳۹۸)

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، که امریکایي استازي له یو معقول وړاندیز سره د خبرو میز ته حاضر شي نو په ټکو یې چې د سولې په اړه موافقه به ډیره زر بشپړ شي.

د “سټارس اینډ سټرایپیس” د خبر له مخې چې سهیل شاهین د سولې په اړه خوشبین دی او په وینا یې، موږ هیله لرو چې امریکایي لوری یو داسې تقسیم اوقات راوړاندې کړي چې موږ ته د منلو وړ وي.

سهیل شاهین همدا راز ویلي چې دوی ته د راروانو انتخاباتو نتائج هېڅ د منلو وړ نه دي” دا ټاکنې د افغانستان د مشکلاتو علاج نه دی، بلکې یوازې روان جنګ نور هم اوږدوي”

نوموړي په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په اړه ویلي چې دوی به تر هغه جنګیږي، ترڅو یو بهرنی عسکر هم په هیواد کې موجود وي او په باور یې چې د یوه او زرو عسکرو په دوی فرق نشته.

دا په داسې حال کې ده چې نن ماخستن به د راتلونکو ټاکنو لپاره کمپاین پیل شي خو په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي، دوی به له طالبانو سره د ستمبر میاشتې نه مخکې یوې هوکړې ته ورسیږي.

مربوطه مطالب

Back to top button