پمپیو د افغان سولې په اړه: راتلونکو څو اونیو کې به دومره پرمختګ وکړو، چې باید اعلان شي

پمپیو د کابل ټکی کام( چهارشنبه، ۹زمری، ۱۳۹۸)
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د افغان سولې په اړه تازه او نوې څرګندونې کړي دي.
مایک پمپیو چې تایلنډ ته پر لار وو، په الوتکه کې یې د افغان سولې په اړه د خبریالانو پوښتنې ځوابولې.
نوموړي ډاډ څرګند کړی چې په راتلونکو څو اونیو کې به له طالبانو سره په خبرو کې زیات پرمختګ وکړي، دی وایي دومره پرمختګ به وکړو چې باید اعلان شي.
پمپیو له خبریالانو سره په خبرو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په ډیر ژر وتلو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده: ” زه وایم چې زموږ عسکر باید تر انتخاباتو پورې هلته پاته نه شي، بلکې همدا شېبه چې موږ په تایلنډ کې کښته کیږو، راووزي. زموږ ماموریت دادی چې له افغانستانه د خپلو عسکرو د راوتلو بهیر مسؤلانه سمبال کړو، ترڅو د خلیلزاد اووه میاشتني کوښښونه منتج ثابت شي”
د یادونې وړ ده چې مایک پمپیو څو ورځې وړاندې هم ورته څرګندونې کړې وې او ویلي یې وو چې ټرمپ له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر ژر غواړي.
ټاکل شوې چې په نږدې ورځو کې به د طالبانو او امریکایانو اووم پړاو دریدلي مذاکرات یو ځل بیا پیل شي.



