کابل ټکی کام (چهارشنبه ، ۹ زمری ، ۱۳۹۸ل)
راپورونه وایي چې کشمیر کې د هندي او پاکستاني پوځیانو تر منځ د بیلتون پر کرښه یو ځل بیا نښته شوې ده چې دواړو لوریو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
راپور زیاتوي چې په دې نښته کې یو هندی او یو پاکستانی سرتېری وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.
هندي رسنیو د دې هېواد د پوځي چارواکو له خولې ویلي، لومړی پاکستاني پوځیانو پر هندي سترتېرو برید کړی دی چې په متقابلو ډزو کې دا مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې دواړو لوریو پر دې کرښه آن په ۲۰۰۳ میلادي کال کې اوربند اعلان کړی وو خو وخت ناوخت دواړه خواوې ترې سرغړونه کوي.
هند اوپاکستان نږدې څلور میاشتې وړاندې هم په دې کرښه یوپربل بریدونه کړي و چې دهند یوه الوتکه دپاکستاني ځواکونو له لوري رانسکوره او پیلوټ یې ژوندی ونیول شو چې وروسته بیا پاکستان دښو روابطو په نیت خلاص کړ.


















