کابل ټکی کام (چهارشنبه ، ۹ زمری ، ۱۳۹۸ل)
دافغان سولې لپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وسلوالو طالبانو سره داتم پړاو مذاکراتو لپاره دوحې ته له خپل سفر خبر ورکړ.
خلیلزاد په خپل ټوېټر لیکلي، له هغه وخت راهیسي چي ما ته دا وظیفه راسپارل سوې ده، په افغانستان کي دا زما تر ټولو رغنده او ګټور ملاقات وو.
امریکا او افغانستان پر آینده ګامونو باندي موافقه وکړه. د سولي لپاره یوهراړخیز ټیم او حمایه وي ګروپ هم نهايي سو.
خلیلزاد زیاته کړې، زه دوحې ته روان سوم، خو په اسلام آباد کي به یو توقف ولرم، دوحه کې که طالبان خپله دنده اجرا کړي، موږ به هغه موافقه نهايي کړو چي تر اوسه پوري مو کار باندي کاوه.
طالبان او امریکایان داپړاو مذاکرات یو برخلیک ټاکونکی او لاسلیک کونکی بولي، افغانان هم هیله مند دي چې نږدې راتلونکی به دیوې تلپاتې سولې زیري واوري.


















