دوحه: اتم پړاو خبرې پیل شو

کابل ټکی کام( شنبه، ۱۱زمری، ۱۳۹۸)

رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی چې د قطر په دوحه کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ اووم پړاو خبرې پیل شوې.

رویټرز ته باخبره سرچینو ویلي چې دا راونډ به حیاتي اهمیت ولري او ښایي مهمې پرېکړې پکې وشي.

د سرچینې په وینا چې دا خبرې ممکن د ۱۳م اګست نه وړاندې په یوه ګډ هوکړه لیک پای ته ورسییږي.

د طالبانو یوه لوړپوړي چارواکي رویټرز ته ویلي چې د دوی ۱۹ کسیز پلاوی په دې مذاکراتو کې ګډون کوي او په وینا یې چې د خبرو د اوږدیدو لامل د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر سر خبرې وې.

طالب چارواکي زیاته کړې چې دوی به په هېڅ قیمت په افغانستان کې د امریکایي حضور سره توافق ونه کړي.

د یادونې وړ ده چې زلمی خلیلزاد د کابل او اسلام اباد له سفر وروسته تیر ماخستن د قطر دوحې ته ورسید او نوموړي له هغه ځایه په یوه ټویټ کې وویل چې موږ موافقې ته نږدې شوي یو.

ویل کیږي دا به د طالبانو او امریکایانو ترمنځ اخري او وروستی پړاو خبرې وي او له دې وروسته به بین الافغاني مذاکرات پیلیږي چې افغان حکومت به هم د یو لوري په حیث ګډون پکې کوي.

طالبان وایي، دوی د کابل حکومت په رسمت نه پیژني او د یوه “ګوډاګي رژیم” په سترګه ورته ګوري چې له همدې امله هم خبرو ته ورسره نه کیني.

مربوطه مطالب

Back to top button