کابل ټکی کام (شنبه ، ۱۲ زمری ، ۱۳۹۸ل)
وسلوالو طالبان دهرات ولایت زنده جان ولسوالۍ لپاره ددولت ولسوال په یوه بمي چادونه کې له ځینې نورو ملګرو سره وژلی دی.
د هرات ولایت سیمه ییز چارواکو هم ددې خبر پخلی کړی او زیاته کړې ده، دې چاودنه کې ولسوال شکرالله شاکر له خپل وراره او دوو ساتونکو سره یو ځای وژل شوی دی.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ویلي، دغه پېښه نن غرمه مهال په داسې حال کې رامنځته شوې چې شاکر له یادې ولسوالۍ نه ولایت ته پر لاره و او د دې ولسوالۍ په تره خیلو سیمه کې یې پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه وشوه.
د چارواکو په خبره په دې پېښه کې د نوموړي پنځه نور ساتونکي ټپیان شوي هم دي چې روغتیایي وضعیت یې داندیښنې وړ ښودل شوی.


















