بهرنیو ځواکونو دفراه ولایت لپاره دطالبانو والي《ملافضل الرحمن》وژلی

کابل ټکی کام (شنبه ، ۱۲ زمری ، ۱۳۹۸ل)

ګډو ځواکونودفراه ولایت په خاک سفید ولسوالۍ کې دوسلوالو طالبانو والي او یوشمېر نور غړي په هوایي برید کې له منځه وړي.

دګډ دولت ددفاع وزارت چارواکو ويلي، فراه لپاره يې د وسوالوطالبانو والي ملافضل الرحمن چې مشهور په ملا مشر وو، وژلی دی.

له دفاع وزارت څخه په خپره شوې ويناپاڼه کې راغلي، د جمعې په شپه ۸:۱۰ بجې ملا فضل الرحمن، چې په ملا مشر پيژندل کېده، د هوايي ځواکونو په عملياتو کې له دوو نورو ملګرو سره وژل شوی دی.

د چارواکو په وينا له ملا فضل الرحمن سره دواړه وژل شوي کسان هم د طالبانو کليدي غړي دي چې په دې بریدکې له منځه تللي.

طالبانو دنوموړي وژنه تائید کړې، اتلولۍ یې ستایلي، ملګرو ته یې تسلیت ویلي، او خپلو صفوفو کې یې دیته ورته د زرګونو کسانو له روزنې خبر ورکړی.

مربوطه مطالب

Back to top button