د پاکستان څخه وروسته برتانوي مسلمانانو هم د واکسین څخه انکار وکړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۸ د زمري۱۴مه)

په پاکستان کې د واکسین په اړه خلک بیلا بیل نظرونه لري چې له امله يې پاکستان کې په واکسین کولو بندیز لګیدلی، پاکستان کې عام خلک په دې نظر دي چې واکسین د صحت لپاره مضر ده او مختلفي ناروغیو د پیدا کیدو عامل ګرځي څه موده وړاندې د پاکستان په خیبر پختونخوا په پیښور کې د پولیو واکسین له امله  داسې پیښه هم شوي وه چې د مکتبونو په سلګونو ماشومان متضرره شوي وه خو اوس برتانوي میشت مسلمانانو هم د واکسین کولو څخه انکار کړي ده .

د سپونتیک خبري وېبسایټ وايي، په برتانیه کې د ۲ څخه تر ۱۰ کلونو ماشومانو ته د نسل فلو(Nasal flu) واکسین ورکول کیږي چې دلته میشت مسلمانان دغه واکسین ته حرام وايي او خپلو ماشومانو ته د ورکولو څخه انکار کوی دغه مسلمانان وايي، چې ماشومانو ته باید حلال واکسین جوړ شي.

برتانوي اخبار ټیلي ګراف هم په یو راپور کې د کونسل اف بریټن ریسرچ مشر شجاع شفیع بیان راخیستي هغه وايي، موږ د علماو سره مشورتي ناسته درلوده د غونډې ټولو علماو دغه وکسین ته حرام وویل او د حکومت څخه غوښتنه کړي چې موږ ته حلال واکسین جوړ کړي، دغه اخبار مخکې وايي، د مسلمانانو د انکار څخه وروسته د واکسین دغې پروسې مخې ته ډیرې ستونزې جوړي شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button