کابل ټکی کام( دوشنبه، ۱۳زمری، ۱۳۹۸)
د واده پر مراسمو خونړي هوایي بریدونو لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د لیبیا رسنیو خبر ورکړی چې د جنرال حفتر په مشرۍ ځواکونو د واده په مراسمو برید کړی چې له مخې یې ۲۰ تنه ځای پر ځای وژل شوي او ۳۵ تنه نور ټپیان دي.
ویل کیږي د ځینو ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی او ښایي د مړو شمیر نور هم لوړ شي.
دا پیښه د لیبیا هیواد په غربي سیمه مرزق ښار کې رامنځته شوې ده.
د خلیفه حفتر وسلوالې ډلې تر اوسه د لیبیایۍ رسنیو د دې ادعا په غبرګون کې څه نه دي ویلي.
دا لومړی ځل نه دی چې د حفتر تر قوماندې لاندې وسلوال داسې بریدونه کوي بلکې تر دې وړاندې هم څو ځل ورته بریدونه ترسره شوي چې لسګونه کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
څه وخت مخکې په طرابلس کې د کډوالو په یوه کمپ برید هم لسګونه کسان له مرګ ژوبلې سره مخ کړل
















