د امریکا آئ ټي برخې يو انجینر پال کلینګر په ۷ ورځو کې د نړۍ تر ټولو کوچنی لیپ ټاپ (تهنک پیډ) جوړ کړ چې ددې لیپ ټاپ سکرین اندازه یو انچ ده.
د پال کلینګر په لاسونو جوړ شوي لیپ ټاپ ډسپلې اندازه ۰،۹۶ سانتي متره ده، ددغه ليپ ټاپ په جوړولو ۸۵ ډالره لګښت راغلی ده، کلینګر دغه لیپ ټاپ ته “تهنک ټینی” نوم ورکړي دغه لیپ ټاپ د ائی بی ایم تهنک پیډ کوچنی ورژن ده.
د نړۍ دغه کوچني لیپ ټاپ کې د ايم ای ایچ ۳۰۰ بیټري لګیدلی ده چې چارج کیږي هم، په دومره کوچني لیپ ټاپ کې تهنک پيډ په څیر کنترولونکي سور ټریک پواینټ کرسر هم راغلي په دې سره ګیم هم کیږي په دغه کوچنی لیپ ټاپ کې ټیټرس، لیونار، لینډر، اسنیک او داسې نورې لوبې هم پکې کیږي.
















