پاکستان: دافغان قضیې سولییز حل مو لومړیتوب دی

کابل ټکی کام (دوشنبه ، ۱۴ زمری ، ۱۳۹۸ل)

دافغانستان ګاونډي هېواد پاکستان یوځل بیادافغان سولې په تړاو دهراړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی اودا پروسه یې له خپلو لومړیتوبونو ځینې بللې.

د پاکستاني حکومت د قبایلي سیمو چارواکو له افغان سفیر سره د لیدنې پر مهال ویلي چې دوی په افغانستان کې د سولې لپاره هڅه کوي او د پاکستاني حکومت لپاره سوله لا هم لومړیتوب ده.

له عاطف مشعل سره په لیدنه کې د پاکستان د قبایلي چارو وزیر شهریار خان افریدي ویلي دوی هڅه کوي چې په افغانستان کې د سولې په راتګ کې پوره همکاري وکړي او دا یې د حکومت ژمنه ده.

عاطف مشعل هم په دې لیدنه کې ویلي چې د سولې په برخه کې د پاکستان همکاري مهمه ده او دوی باید وسله وال طالبان دې ته وهڅوي چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي.

تیره ونۍ دامریکا ځانګړی استازی تر قطر وړاندې پاکستان ته ولاړ، اوپاکستانۍ رسنیو خبر ورکړ چې دې هېواد دخلیلزاد په همکارۍ طالبانو ته درسمي بلنې ټول موانع له منځه وړي او ژر به طالبان دې هیواد ته سفر وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button