(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۱۵)
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وايي، سږ کال د تازه ميوو په صادراتو کې ديرش فيصده زياتوالی راغلی دی.
د دغه وزارت د ویاند سمير رسا په وينا، سږ کال د افغانستان ۲۵۵ ټنه تازه ميوه هند، چين، اروپا او عربي هيوادونو ته صادره شوې ده.
نوموړی زياتوي، یادو هيوادونو ته د هوايي دهليزونو پرانيستو سره د تازه ميوې صادرات هم زيات شوي چې د تير کال په پرتله ديرش سلنه زياتوالی ښيي.
په عين حال کې سوداګر وايي، چې هوايي دهليزونه يې د صادراتو په زياتوالي کې هغومره مؤثر نه دي تمام شوي لکه څومره چې د ځمکني ټزانزيت له لارې صادرات کيږي.
دوی غوښتنه کوي چې حکومت دې له ګاونډيو هيوادونو سره د ځمکني ټرانزيت په برخه کې راپورته شوې ستونزې حل کړي.

















