حشمت عبيدي
خلقیانو پرون دوه ملیونه افغانان په دې بهانه ووژل چه دوی په افغانستان کې د امریکا،پاکستان او سعودي عربستان له مداخلې څخه مخنیوی کوي.
نجیب په خپلو خبرو کې په دې الفاظو وایی«ما روسها را در این جا به این خاطر نه خواسته ایم که وطن را سر ایشان اشغال کنیم ما اینها را به این خاطر خواسته ایم که در این جای جنرال های امریکایی می ایند .دراین جای جنرالها و میجرهای پاکستانی می ایند دراین جای وهابی های عربی می ایند» راځی نو اوس به دخلقیانو دا دعوه وګورو چه د وطن سره د مینې او له وطن څخه د دفاع په اساس یې کوله او که نه یواځې او یواځې په دې هیواد کې د اسلامي نطام، ملا،جومات او مدرسې دښمنان وه.
۱: امریکایان راغلل خو پر ځای ددې چه خلقیان د خپلی پرونۍ دعوی په اساس د امریکایانو په خلاف سنګر ونیسي ،د امریکایانو سره اوږه په اوږه ودریدل او راغلل د امریکایانو سره یې دوستي وکړه،په داسې ډول یې د امریکایانو ملا ور قوي کړه چې بل چا داسي ونه کولای شول.ددفاع وزارت د ملي امنیت ریاست او ټولې مهمې وظیفې خلقیانو ورته ترسره کړې.
۲: پرون یې پاکستان ته یوه تیږه غورځوله او بله یې اخیسته خو نن د هغو مجاهدینو سره چه دوی د پاکستان غلامان بلل په یوه نظام کې جوړ راغلل او هم په هغه ډلګی کې چه د پاکستان سره یې نه یواځې دا چه د ډیورنډ کرښه امضاء کړه بلکه پاکستاني جنرالانو ته یې امیلونه هم ور واچول خلقیان شامل وه.
۳: پرون یې سعودی عربستان په وهابي او نورو نومونو یادولو خو نن ورنه د طالبانو خلاف د جنګ فتوای ګانې اخلی او د همدوی په خوله د طالبانو په جهاد د بطلان کرښې کش کوی. له دې ټولو دا معلومیږی چه شرقي او غربي روزل شوي ګوډاګیان نه د شرقي اشغالګرو سره مخالفت لري او نه هم د غربي اشغالګرو سره بس که مخالفت لري یواځې او یواځې د اسلامي نظام،ملا،طالب، جومات او مدرسې سره یې لري.

















