طالبان: په دې خاص وضعيت او شرائطو کې ټاکنې د وخت، پيسو او امکاناتو بې ځايه ضایع کول دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۱۵) 

طالبانو د یوې اعلاميې په خپرولو سره له خلکو غوښتي چې ټاکنو کې دي ګډون نه کوي او یاده پروسه يې يوازې تش په نامه او غولوونکې بللې ده.

طالبان وايي، د ټاکنیزو پروسو اکمال، رهبري، نظارت او پريکړې د بهرنيانو په اختيا رکې دي زياتوي: د ټاکنو پروسه یوازې د خلکو سترګو ته خاورې شیندل او د عامه ذهنیت تیرایستل دي، ځکه هر څوک په دې پوهیږي چې د اشغال تر سیوري لاندې ټاکنو کې د ولسي ارادې پر ځای د اکمالوونکو بهرنیانو اراده او انتخاب ټاکونکی رول لري”.

طالبانو د ۲۰۱۴م کال ټاکنو ته په اشارې ويلي چې ميليونونه ډالره پکې مصرف شول خو نهايي پريکړه يې بيا هم د هغه وخت د امريکا د بهرنيو چارو د وزير جان کيري له خوا وشوه او حکومت مشرۍ ته يې دوه تنه انتخاب کړل.

اعلاميه کې راغلي، هیوادوال باید بیا بیا د مکارو سیاسیونو د فریب ښکار نشي او نه دې هم په هغه پروسه کې ګډون کوي چې د دوی رایې په کې هیڅ اعتبار او ارزښت نه لري.

طالبانو ويلي، دا چې د اشغال د پای ته رسيدلو مذاکرات او د بين الافغاني تفاهم لپاره ترتيبات روان دي نو په دې خاص وضعيت او شرائطو کې ټاکنې د وخت، پيسو او امکاناتو بې ځايه ضایع کول دي.

په اعلاميه کې په ټولو هيوادوالو غږ شوی چې په ټاکنو، ټاکنيزو کمپايني غونډوکې ځکه برخه وانخلي چې اشغالګر او ګوډاګيان د خپل اعتبار د زياتولو لپاره ترې استفاده کوي موږ باور لرو چې اولس به د پخوا په شان په خپل سرتاسري پریکون سره د اشغالګرو دا پروسه هم شنډه او خنثی کړي”.

اعلامیه کې طالبانو ته لارښوونه شوې چې په ټول توان دې د دې پروسې مخه ونیسي اسلامي امارت په ټول هیواد کې مجاهدینو ته لارښوونه کوي چې په ټول توان سره د دښمن د دغې نمایشي او جعلي پروسې په مقابل کې ودریږي او دښمن پرینږدې چې په خپل دغه شوم پلان کې بریالی شي او له خلکو غوښتل شوي چې کمپايني غونډو ته ورنشي څو زيان ورته وانوړي ځکه چې د بريدونو او زیان خطر لري.

مربوطه مطالب

Back to top button