داعش به چیغو سر دی که پګړۍ راشی جانانه

خالق یار احمدزی
زړګی ته مې د حسن دنیاګۍ راشی جانانه
 په مینه او خلوص دې چې خولګۍ راشی جانانه
 مختوم په مشکو باندې ښایستوکې ملکه شی
 د زهد تورو شپو ته ښاپیرۍ راشی جانانه
 د وصل کتابونه پسې لولم په نکتو کې
 عجیبه حاشیه شی په سختۍ راشی جانانه
 سپین غر له څوکو راغۍ فاتح غازی طالب بیا
داعش به چیغو سر دی که پګړۍ راشی جانانه
 ستورو له مداره فلکیاتو باندې یون کړی
سلام ته به دې بیا سپینه سپوږمۍ راشی جانانه
 ګلاب سره اغزی وی نو په کوم نوم به دې یاد کړم
انځر، غاټول سنبل که ښکلاګۍ راشی جانانه
یادونه دې دمینې خالقیار ځکه ساتلی
په غم د جدایئ کې که سلګۍ راشی جانانه 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button