له پاکستان پرته په ټولو اسلامي هيوادونو کې نن د لوی اختر لومړۍ ورځ ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۲۰)

نن د یکشنبې ورځ د زمري د میاشتې شلمه چې د اګست د مياشتې له یوولسمې سره برابره ده د افغانستان په ګډون په اسلامي هيوادونو کې د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.

د پاکستان په صوبه پښتونخوا کې تير (وړوکی) اختر د سعودي سره یوځای لمانځل شوی و خو سږ کال په دغه هیواد کې سبا ته د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.

د پاکستان په ځينو افغان کمپونو کې د لوی اختر لمونځونه شوي او خلکو يې نن یکشنبه د لوی اختر ورځ لمانځي.

سږ کال د ټولې اسلامي نړۍ څخه تر دوو ميليونو زياتو مسلمانانو د حج په ادا کولو کې برخه اخيستې وه چې په دې کې له ديرش زرو څخه زيات افغانان هم حج ته تللي و.

مربوطه مطالب

Back to top button