طالبانو د اختر په مناسبت ۷۶ جنګي بنديان له زندانونو خوشې کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۸، زمری ۲۰)

طالبانو د لوی  اختر په مناسبت د هيواد له بيلابيلو ولايتونو څخه ۷۶ جنګي بنديان خوشې کړي دي.

طالبانو په خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې د روزګان څخه اتلس، له کندز څخه ۳۵، له خوست څخه ۱۵ او له سرپل ولايت څخه يې ۸ تنه هغه جنګي بنديان خوشې کړي چې دوی په جګړو کې نيولي و.

اعلاميه کې راغلي، چې دغه بنديان د اختر په مناسبت د طالبانو د مشر د ځانګړي فرمان پر اساس خوشې شوي دي.

طالبان وايي، دغه لړۍ به جاري وساتي او له یو شمير نورو ولايتونو څخه به هم ګڼ شمیر بنديان د اختر لپاره خوشې او خپلو کورنيو ته وسپارل شي.

طالبان وايي، خوشې کړيو بنديانو ته يې د اختر جامې او خپلو سيمو ته د تللو کرايې هم ورکړي دي.

هر کال په اخترونو او ځانګړو ورځو کې د طالبانو له خوا د دولت هغه جنګي بنديان خوشې کيږي چې په جګړو او د طالبانو په بريدونو کې نيول شوي وي.

مربوطه مطالب

Back to top button